په نيوزي لېنډ كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 6 زره كېسونه رامخې ته شول

ولنګټن۔14جون(اے پی پی) په نیوزی لېنډ كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 6 زره 133 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د وائرس ځپليو شمېره 12 لكه 48 زره 852 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لهمخې د نيوزي لېنډ د روغتيا وزارت وئيلي دي په دې كېسونو كښې 1,800 په آكلېنډ ښار كښې رپورټ شوي۔ د وزارت وېنا ده په ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه يو زر 286 كسان مړه او 2 لكه 5 زره 144 رنځوران روغ شوي دي۔