د پاکستان د آزادۍ ورځې 70 كلنو دستورو په لړ كښې د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په مشرۍ كښې غونډه ۔ د احمد جي چھاګله د تيار كړې شوې د قامي سرود اصل دھن ته به د نړيوال معيار سازونو ترمخه جدت وركولې شي كوم به چې د پاكستان د ثقافت هم علمبردار وي۔ غونډه كښې پرېكړه۔ د اطلاعات وزارت او د دې ذېلي ادارې دې د آزادۍ ورځې دستورې خصوصي او تاريخي جوړولو له پرله پسې هڅې وكړي۔ د اطلاعات ٬ خپرونې او قامي ورثې هدايت

اسلام آباد ۔ 21 جون (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په مشرۍ كښې د پاكستان د آزادۍ ورځې 70 كلنو دستورو په لړ كښې شوې غونډه كښې پرېكړه شوې چې د احمد جي چھاګله د تيار كړې شوې د قامي سرود اصل دھن ته به د نړيوال معيار سازونو ترمخه جدت وركولې شي كوم به چې د پاكستان د ثقافت هم …

اسلام آباد ۔ 21 جون (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په مشرۍ كښې د پاكستان د آزادۍ ورځې 70 كلنو دستورو په لړ كښې شوې غونډه كښې پرېكړه شوې چې د احمد جي چھاګله د تيار كړې شوې د قامي سرود اصل دھن ته به د نړيوال معيار سازونو ترمخه جدت وركولې شي كوم به چې د پاكستان د ثقافت هم علمبردار وي۔ غونډه كښې د پي اېن سي اے ډي جي جمال شاہ ته په دې اړه د بشپړو وړاندېزونو وړاندې كولو هدايت شوے۔ دوهمې وزيرې هدايت وكړو چې د آزادۍ ورځې دستورې په زړه پورې ډول كولو كښې دې هېڅ كمې ونكړې شي۔ د دستورو په مهال به د هېواد د هرې برخې كلتور او آرټ په ګوته كولې شي۔ دې ووئيل چمیپئنز ټرافی فائنل كښې د هند په ضد د پاكستان تاريخي كاميابي يو مهم سنګ ميل دے كوم چې ټول هېواد كښې جوش و جذبې سره لمانځلې شي۔ دې ووئيل دې تاريخي كاميابۍ ټول قام يو موټې كړې۔ او پاكستاني اولس كښې ئې د يو والي احساس بېدار كړې۔غونډه كښې د 70 كلنو دستورو په اړه د لوګو ډيزائن كولو باقاعده منظوري وركړې شوه۔ دې ووئيل د نوي نسل خبرتيا لپاره دې د آرټ ٬ كلتور او قامي ورثې سره اړوند خاص پروګرام نشر كړې شي۔ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر احمد نواز سکھیرا‘ دي پي ونګ ډي جي ٬ د اېن سي اے ډي جي ٬ د اے پي پي اېم ډي او د پي بي سي ډي جي په شمول د اطلاعات وزارت ذېلي ادارو مشران او اعلی چارواكي غونډه كښې موجود وو