د جوبائيډن راتلونكې مياشت د سعودي عرب او اسرائيل دوره كوي٫ سپينه ماڼۍ به باقاعده اعلان په روانه اوونۍ كښې وكړي

واشنګټن 13 جون (اے پي پي) د امريکې صدر جو بائيډن راتلونكې مياشت د سعودي عرب او اسرائيل دوره كوي٬ په دې اړه به سپينه ماڼۍ په باقاعده توګه اعلان په روانه اوونۍ كښې كوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې د ذريعو پحقله ووئيل چې صدر جوبائيډن به د جولائي په نيمائي كښې د سعودي عرب او اسرائيل دوره كوي او په دې موقع به د سعودي عرب ولي عهد …

واشنګټن 13 جون (اے پي پي) د امريکې صدر جو بائيډن راتلونكې مياشت د سعودي عرب او اسرائيل دوره كوي٬ په دې اړه به سپينه ماڼۍ په باقاعده توګه اعلان په روانه اوونۍ كښې كوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې د ذريعو پحقله ووئيل چې صدر جوبائيډن به د جولائي په نيمائي كښې د سعودي عرب او اسرائيل دوره كوي او په دې موقع به د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات هم كوي۔ ذريعو وئيلي چې د سپينې ماڼۍ لخوا سعودي او اسرائيل لپاره د صدر بائيډن د دورې شېډول اعلان په روانه اوونۍ كښې كېدې شي۔ بلخوا د امريکې د قامي سلامتي کونسل وياند هم تصديق كړې دې چې جوبائيډن د اسرائيل او سعودي عرب د دورې منصوبه بندي كوي خو په دې لړ كښې كوم تفصيلات نه دې وركړې شوې

مزید خبریں