ډوډوما 12 جون (اے پي پي) په تنزانيه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 19 كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي. د تركيې مېډيا له مخې د تنزانيه د اېرنګا ښار د پوليسو مشر اېلن بوكمبي وئيلي دي چې پېښه په مبيا لويه لار د تند رفتار په وجه رامېنځ ته شوې ده. ده ووئيل چې د رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي دي. پوليسو د …
په تنزانيه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 19 كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي
ډوډوما 12 جون (اے پي پي) په تنزانيه كښې په ټرافيكي پېښه كښې 19 كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي. د تركيې مېډيا له مخې د تنزانيه د اېرنګا ښار د پوليسو مشر اېلن بوكمبي وئيلي دي چې پېښه په مبيا لويه لار د تند رفتار په وجه رامېنځ ته شوې ده. ده ووئيل چې د رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي دي. پوليسو د ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي. د تنزانيه اولس مشرې ساميه سلوهو حسن په پېښه خواشيني ښودلې.











