کابل۔10جون (اے پی پی) د افغانستان په دائي كنډي ولايت كښې د مني بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 10 مسافر مړه او 2 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د پوليس چارواكو حوالې سره وئيلي دي چې د مني بس دا پېښه د دائي كنډي ولايت په غرئيزه سيمه مېرامور كښې د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې 10 مسافر …
افغانستان كښې د مني بس پېښه ٬ 10 مسافر مړه ٬ 2 ژوبل
کابل۔10جون (اے پی پی) د افغانستان په دائي كنډي ولايت كښې د مني بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 10 مسافر مړه او 2 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د پوليس چارواكو حوالې سره وئيلي دي چې د مني بس دا پېښه د دائي كنډي ولايت په غرئيزه سيمه مېرامور كښې د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې 10 مسافر په ځائې مړه او دوه نور ژوبل شول۔ رېكسيو ډلو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔ دا بس كابل ته روان وو۔











