دیوبند۔9جون(اے پی پی) د هند اتحاد علمائے هند وزيراعظم نرېندر مودي څخه د نبي اكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ كولو په جرم د بی جے پی وياند نورپور شرما او نوين جندال ته د مرګ سزا وركولو غوښتنه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اتحاد علمائے هند ملي صدر مولانا قاري مصطفی په خپل يو بيان كښې وئيلي چې نور پور شرما او نوين جندال …
هند ٬ د اتحاد علمائے هند لخوا د رسول اكرم(ص) په شان كښې ګستاخي كوؤنكو نوپور شرما ٬ نويں جندال ته د مرګ سزا وركولو غوښتنه
دیوبند۔9جون(اے پی پی) د هند اتحاد علمائے هند وزيراعظم نرېندر مودي څخه د نبي اكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ كولو په جرم د بی جے پی وياند نورپور شرما او نوين جندال ته د مرګ سزا وركولو غوښتنه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اتحاد علمائے هند ملي صدر مولانا قاري مصطفی په خپل يو بيان كښې وئيلي چې نور پور شرما او نوين جندال د نبي اكرم (ص) په شان مبارك كښې ګستاخي كړې ده كومه چې په هېڅ قيمت د زغملو نه ده ولې چې دې ناوړه عمل د ګردې نړۍ د مسلمانانو جذباتو ته زيان رسولې دې۔ ده ووئيل ډېر څه زغملې كېدې شي خو د پېغمبر علېه السلام په شان كښې ګستاخي نه شي زغملې كېدې۔ ده ووئيل داسې خلك لويې ترهګر دي كوم چې د مذهب په نامه چاپېرېال زيانمن كوي۔ مولانا قاری مصطفی ووئيل داسې خلكو ته بايد د مرګ نه كمه سزا ورنكړې شي۔











