د هېواد داخلي او خارجي سلامتيا باوري كولو كښې د سول آرمډ فورسز قربانۍ د چا نه پټې نه دي۔ د اېف سي ځوانانو تعليم او تربيې ته بايد خاص پاملرنه وكړې شي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان د کمانډنټ فرنټیئر کانسټېبلری کېپټن (ر) لیا قت علی خان سره خبرې

اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د هېواد داخلي او خارجي سلامتيا باوري كولو كښې د سول آرمډ فورسز قربانۍ د چا نه پټې نه دي۔ د اېف سي ځوانانو تعليم او تربيې ته بايد خاص پاملرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د کمانډنټ فرنټیئر کانسټېبلری کېپټن (ر) لیا قت علی …

اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د هېواد داخلي او خارجي سلامتيا باوري كولو كښې د سول آرمډ فورسز قربانۍ د چا نه پټې نه دي۔ د اېف سي ځوانانو تعليم او تربيې ته بايد خاص پاملرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د کمانډنټ فرنټیئر کانسټېبلری کېپټن (ر) لیا قت علی خان سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې فرنټیئر کانسټېبلری سره په اړوند, پېشه ورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل په خېبرپختونخوا كښې امن ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د فرنټیئر کانسټېبلری افسرانو او ځوانانو چې كومې قربانۍ وركړي ټول قام ورته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل په تېرو درېو كلونو كښې د فرنټیئر کانسټېبلری كاركردګي ښكاره ښه شو۔ ده ووئيل فرنټیئر کانسټېبلری تېر كال د يو ارب روپو بچت كړے او دا د قيادت د مثبتو پالېسيو عكاسي ده ۔ ده ووئيل په دې دور كښې د امنيت نوؤ غوښتنو ترسره كولو له دې د اېف سي ځوانانو تعليم او تربيې ته بايد خاص پاملرنه وكړې شي او روايتي تربيې سره سره دې د دوئي تكنيكي صلاحتيونه هم زيات كړې شي۔