نوے ډيلے ۔ 8 جون(اے پی پی) په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 233 نوي كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره په ګرد هېواد كښی د دې رنځ د لاسه د ځپلې شويو كسانو مجموعي شمېره 43,190,282 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي دي چې د 24 ساعتو په مهال په ګرد …
هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 233 نوې كېسونه رپورټ شول
نوے ډيلے ۔ 8 جون(اے پی پی) په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 233 نوي كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره په ګرد هېواد كښی د دې رنځ د لاسه د ځپلې شويو كسانو مجموعي شمېره 43,190,282 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي دي چې د 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د 5 زره 233 نه زيات نوې كېسونه رپورټ شوي۔ د وائرس د لاسه نور 7 كسان مړه شوي هم دي چې ورسره د دې وبا د لاسه د مړو شمېره په مجموعي توګه 5 لکه 24 زره 715 ته رسېدلې ده۔ بلخوا په ګرد هېواد كښې د دې رنځ نه تر دې دمه 42,636,710 كسان ښه شوې هم دي۔ دا مهال په ګرد هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 28 زره857 ده۔











