’’اے پی پی ‘‘ د سوئيلي كوريا یونپ نیوز ایجنسۍ سره په نړيوال نیوز ایجنسیز پورټل كښې ګدون لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړو د پورټل جاري كولو بنيادي مقصد په ټوله نړۍ كښې نيوز ايجسيانو سره د كال 2018ﺀ پېونګ چنګ اولمپك او د پيرا اولمپك وېنټر ګېمز كورېج له مرسته كول دي۔

اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پی پی) اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) د سوئيلي كوريا یونپ نیوز ایجنسۍ سره په ګډه په نړيوال نیوز ایجنسیز پورټل كښې ګډون لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے دے ۔ د مفاهمت لاسليك دستوره د نهې په ورځ اے پي پي هېډ كوارټر اسلام آباد كښې وشوه۔ په دې مهال د اے پي پي اېم ډي مسعود ملک د …

اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پی پی) اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) د سوئيلي كوريا یونپ نیوز ایجنسۍ سره په ګډه په نړيوال نیوز ایجنسیز پورټل كښې ګډون لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے دے ۔ د مفاهمت لاسليك دستوره د نهې په ورځ اے پي پي هېډ كوارټر اسلام آباد كښې وشوه۔ په دې مهال د اے پي پي اېم ډي مسعود ملک د یونپ نیوز ایجنسۍ ګلوبل سټرټیجی ډلې مشر یو چنګ یپ او د ميډيا ټېكنالوجي بېورو دوهم مشر کم ال جونګ ته هركلې وئيلو سره هيله ولرله چې د پورټل اجراﺀ سره به د نيوز ايجنسو په مرسته د نيوز ايجنسو ترمينځھ د خبرونو يو بل سره ګډولو په حقله د لوظنامو لا فعاله كولو لپاره مرسته ترلاسه شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې یو چنګ یپ ووئيل د پورټل اجراﺀ بنيادي مقصد په ټوله نړۍ كښې نيوز ايجسيانو سره د كال 2018ﺀ پېونګ چنګ اولمپك او د پيرا اولمپك وېنټر ګېمز كورېج له مرسته كول دي كوم به چې په فروری او مارچ 2018ء كښې سوئيلي كوريا كښې كېږي۔ دې نه وړاندې هغه د اے پي پي د بېلو څانګو څارنه وكړه او د پاكستان قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل