په هند كښې د ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه ٬ 3 سان مړه ٬ 6 ژوبل

نوے ډيلے ۔7 جون(اے پی پی) د هند په اتراكھنډ ولايت كښې د يو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې پوليس وئيلي چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې كوم چې بنوال كلي څخه هلدواني ښار ته روان وو د تند رفتارۍ د لاسه …

نوے ډيلے ۔7 جون(اے پی پی) د هند په اتراكھنډ ولايت كښې د يو ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې پوليس وئيلي چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې كوم چې بنوال كلي څخه هلدواني ښار ته روان وو د تند رفتارۍ د لاسه په غرئيزه سيمه كښې ژورې كندې ته پرېوتو ۔ د پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 6 نور ټپيان شول۔ پوليس د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې دي۔

مزید خبریں