د حسېن نواز د تصوير ليك په اړھ د سترې محكمې پريكړه منو او د پريكړې احترام كوو

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)لارښود طلال چوهدري وئېلي دي چې د حسېن نواز د تصوير ليك په اړھ د سترې محكمې پريكړه منو او د پريكړې احترام كوو٬قانوني ډله به پھ غور سره د دې جاج اخلي٬د قانوني مشاورت نه پس به د لا قانوني چارې پريكړه كولې شي۔د حسېن نواز د تصوير ليك د خواست اورېدنې نه پس د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)لارښود طلال چوهدري وئېلي دي چې د حسېن نواز د تصوير ليك په اړھ د سترې محكمې پريكړه منو او د پريكړې احترام كوو٬قانوني ډله به پھ غور سره د دې جاج اخلي٬د قانوني مشاورت نه پس به د لا قانوني چارې پريكړه كولې شي۔د حسېن نواز د تصوير ليك د خواست اورېدنې نه پس د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پي ټي آئي لخوا دا وئېلي شي چې(ن)ليګ د عدليې په ضد كمپائن چلوي په مونږ دا تور فواد چوهدري لګوي كوم چې پخپله د عدالت سپكاوې كوي۔ده ووئيل چې پخواني وفاقي وزير سناتور بابر اعوان به په تېر وخت كښې پھ عدالتي پريكړو پورې مسخرې كولې او نن بابر اعوان هم د دې عدالتونو د پريكړو دفاع كوي