قازقستان كښې د آئين د بدلون په حق كښې 77 فيصده رايې وركړې شوه

نور سلطان 06 جون (اے پي پي) قازقستان كښې په آئين كښې د بدلون پرېكړې 77 فيصده وګړو ملاتړ كړې دې چې ورسره به ئې د هېواد د مشر اختيارات محدود شي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې د سنټرل ريفرنډم کمېشن پحقله ووئيل چې تېره ورځ په هېواد كښې په آئين كښې د بدلون لپاره رېفرنډم وكړې شو، چې پكښې 77 فيصده ووټرانو د هېواد په آئين كښی د بدلون …

نور سلطان 06 جون (اے پي پي) قازقستان كښې په آئين كښې د بدلون پرېكړې 77 فيصده وګړو ملاتړ كړې دې چې ورسره به ئې د هېواد د مشر اختيارات محدود شي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې د سنټرل ريفرنډم کمېشن پحقله ووئيل چې تېره ورځ په هېواد كښې په آئين كښې د بدلون لپاره رېفرنډم وكړې شو، چې پكښې 77 فيصده ووټرانو د هېواد په آئين كښی د بدلون ملاتړ وكړو، دې بدلون سره به د مملكت د مشر اختيارات محدود شي او د پارلمان او ځائي نمائندګانو كردار كښې به اضافه وشي، د انساني حقوق څانګې ته په مظنمه ډول وده وركول٬ د آئيني عدالت بحالي، د مرګ د سزا د ختمولو توثيق او د قازقستان د وړومبني صدر نورسلطان نظربايف حېثيت پحقله دفعات به ختمولې شي٬ د کمېشن له مخې ووټر ټرن آؤټ 68.06 فيصده ٶ كوم چې د 50 فيصده نه زياتېدو سره درست تسليم كړې شوې دې۔ د يادونې وړ ده چې آئيني بدلون به د هېواد په 17 سيمو كښې په لږ تر لږه 12 كښې د نيمې نه د زياتو ووټرانو په ملاتړ ترلاسه كېدو منظورولې شي

مزید خبریں