مدينه منوره 05 جون (اے پي پي) د سعودي عرب چارواكو وئيلي دي چې انډونيزيا څخه حج كونكو وړومبۍ ډله مدينې منورې ته رسيدلې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره لګيدلې بنديزونو ختميدو نه پس تيره ورځ مدينې منورې ته رسيدونكې د انډونيزيا حج كونكو وړومبۍ ډلې ځائې چارواكو هركلے وكړو۔د سعودي عرب د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه ووئيل …
انډونيزيا څخه د حج كونكو وړومبۍ ډله مدينې منورې ته ورسيده، د سعودي چارواكو هركلے وكړو
مدينه منوره 05 جون (اے پي پي) د سعودي عرب چارواكو وئيلي دي چې انډونيزيا څخه حج كونكو وړومبۍ ډله مدينې منورې ته رسيدلې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره لګيدلې بنديزونو ختميدو نه پس تيره ورځ مدينې منورې ته رسيدونكې د انډونيزيا حج كونكو وړومبۍ ډلې ځائې چارواكو هركلے وكړو۔د سعودي عرب د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه ووئيل سږ كال به د حج سيزن په مهال 10 لكهه كسان حج كوي او دوي له به هر ډول يسانۍ وركولې شي دغسې چې د كورونا وائرس وبا څخه د دوي حفاظت باوري كړې شي او دا ټول حج كونكي په حفاظت سره بيته خپلو هېوادونو ته ستانه شي۔ده ووئيل د حج او عمرې وزارت سږ كال ځائې حج كونكو وګړو لپاره د رجسټريشن عمل پيل كړې دې











