كابل 04 جون (اے پي پي﴾ د افغانستان د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وئيلي دي چې افغانستان د نړۍ ټولو هېوادونو او په خاص توګه د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې ښې اړيكې غواړي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې تېره ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې ډېر زر به زمونږ دې ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې جوړې شي. د افغانستان د …
د ګاونډيانو پشمول ټولو هېوادونو سره د دوستې اړيكې غواړو. د افغانستان د دفاع وزير
كابل 04 جون (اے پي پي﴾ د افغانستان د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وئيلي دي چې افغانستان د نړۍ ټولو هېوادونو او په خاص توګه د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې ښې اړيكې غواړي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې تېره ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې ډېر زر به زمونږ دې ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې جوړې شي. د افغانستان د دفاع وزير ووئيل چې د افغانستان خاوره به د امريكې يا نورو هېوادونو په ضد استعمال نه شي. په افغانستان كښې د تعليم په اړه ده ووئيل چې په افغانستان كښې د تعليم د مخ نيوي په لړ كښې هېڅ ډول احكامات نه دي جاري كړې شوي. ده ووئيل چې نړۍ د افغانستان لخوا د تعليم اجازې بېرته اخستلو په اعلان اندېښنه لري خو په هېواد كښې د تعليم د مخ نيوي هېڅ ډول حكم نه دې شوے. ده ووئيل چې په هېواد كښې به تعليم د شريعت او افغان قوانينو په بنياد وركولې شي.











