سرينګر 04 جون (اے پي پي﴾ په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د خالي په ورځ په اسلام آباد ضلع كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے دے. د كشمير مېډيا سروس له مخې قابض هندي ځواكونو د كپرن په ريشي پوره سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال دا ځوان شهيد كړے دے، د هندي ځواكونو په ډزو …
هندي ځواكونو يو بل كشميرې ځوان شهيد كړو
سرينګر 04 جون (اے پي پي﴾ په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د خالي په ورځ په اسلام آباد ضلع كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے دے. د كشمير مېډيا سروس له مخې قابض هندي ځواكونو د كپرن په ريشي پوره سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال دا ځوان شهيد كړے دے، د هندي ځواكونو په ډزو كښې يو بل وګړې ژوبل شوے هم دے. تر وروستو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو عمليات روان وو. د دې څخه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې د هندي پوځ درې اهلكار ژوبل شوي وو.











