ملګري ملتونه 03جون (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډمهاله سفير عامر خان په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظالمانه قبضې او د څو لسيزو راهسې د نړيوال قوانين خلاف ورزۍد يو واضح او ښكاره مثال په توګه د وړاندې كولو نه پس په سلامتي كونسل كښې د كشمير په كشاله د پاكستان او هند د سفيرانو ترمېنځه لفظي تكرار پېل شوے ٬ په ملګرو ملتونو …
د هند لخوا په ترهګرۍ خبره كول خپله رياستي ترهګري پټولو لپاره د نورو په سترګو كښې خاورې اچول دي ۔ په ملګرو ملتونو كښې دپاكستان مشن تهرډ سېكرټريراشد سبحاني
ملګري ملتونه 03جون (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډمهاله سفير عامر خان په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظالمانه قبضې او د څو لسيزو راهسې د نړيوال قوانين خلاف ورزۍد يو واضح او ښكاره مثال په توګه د وړاندې كولو نه پس په سلامتي كونسل كښې د كشمير په كشاله د پاكستان او هند د سفيرانو ترمېنځه لفظي تكرار پېل شوے ٬ په ملګرو ملتونو كښې د هند سفير کاجل بھټ د سلامتي کونسل د لوړې كچې غونډه كښې د نړيوال قوانين سنګينو خلاف ورزو لپاره د احتساب او انصاف قوي كولو پحقله د بحث په مهال د عامر خان په بيان خپل غبرګون كښې ادعا وكړه چې كشمير د هند اټوټ انګ دے۔ په دې موقع په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن تهرډ سېكرټريراشد سبحاني د خپل ځواب حق كارولو سره د هند ادعا مسترد كړه۔ ده ووئيل جمو و كشمير د هند برخه نه ده او نه كله وه۔ د سلامتي کونسل په قراردادونو كښې كشمير يوه شخړيزه سيمه ده او د ملګرو ملتونو په ټولو نقشو كښې د متنازع سيمې په توګه موجود ده











