اسلام آباد۔ 19 جون (اے پی پی) د رېلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ته د پاكستان رېلوېز كراچۍ څخه تر پېښور د مېن لائن ون (اېم اېل ون) کنسټرکشن پلان وړاندې كړې شو۔ كنسټركشن پلان د پاكستان رېلوېز سي پېك ټيم مشر اشفاق خټک رېلوے هېډ كوارټرز كښې د لوړې كچې يوه غونډه كښې وړاندې كړو۔ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل د سی پېک تر سېوري لاندې د …
وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ته د پاكستان رېلوېز كراچۍ څخه تر پېښور د مېن لائن ون کنسټرکشن پلان وړاندې كړې شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 19 جون (اے پی پی) د رېلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ته د پاكستان رېلوېز كراچۍ څخه تر پېښور د مېن لائن ون (اېم اېل ون) کنسټرکشن پلان وړاندې كړې شو۔ كنسټركشن پلان د پاكستان رېلوېز سي پېك ټيم مشر اشفاق خټک رېلوے هېډ كوارټرز كښې د لوړې كچې يوه غونډه كښې وړاندې كړو۔ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل د سی پېک تر سېوري لاندې د اېم اېل ون اپ ګرېډېن سره به د پاكستان رېلوېز د بحالۍ او جدت يو نوے دور پېل شي۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دے چې د كراچۍ او لاهور ترمينځه سفر به په 10 ساعتونو او د لاهور او پنډۍ ترمينځھ سفر به په دوه نيمه ساعته كښې كولې شي۔ ده ووئيل كراچۍ څخه تر پېښور د ټرېن رفتار به 160 كلوميټر د ساعت په سر شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د اېم اېل ون اپ ګرېډېشن لپاره راتلونكو چينائي پوهانو ته به هر ډول اساني وركولې شي۔ غونډه كښې چیف اېګزېکټوآفیسر پاکستان رېلوېز محمد جاوېد انور ، د رېلوېز سلاكار انجم پرویز، د فنانس غړي غلام مصطفی او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د سي پېك تر سېوري لاندې د اېم اېل ون ابتدائي ډيزائن په مد كښې د واجب الادا رقم د يو نيم ارب روپو اولنې قسط ادا كړې شوې۔








