د خېبر پختونخوا ګورنر د سول هسپتال نتھياګلي دوره ٬ د بېلو څانګو معائنه ئې وكړه

پېښور ۔19 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر د سول هسپتال نتھياګلي دوره وكړه ۔ په دې مهال د روغتون انتظاميې ګورنر ته بشپړ بريفېنګ وركړو۔ ګورنر د روغتون د بېلو څانګو معائنه وكړه او د رنځورانو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ په دې مهال ده رنځورانو څخه دوئي ته د وركړې كېدونكو طبي اسانۍ هم وپوښتلې۔ وروستو ګورنر د نتھیاګلی بازار دوره وكړه او دغلته ئې د بازار …

پېښور ۔19 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر د سول هسپتال نتھياګلي دوره وكړه ۔ په دې مهال د روغتون انتظاميې ګورنر ته بشپړ بريفېنګ وركړو۔ ګورنر د روغتون د بېلو څانګو معائنه وكړه او د رنځورانو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ په دې مهال ده رنځورانو څخه دوئي ته د وركړې كېدونكو طبي اسانۍ هم وپوښتلې۔ وروستو ګورنر د نتھیاګلی بازار دوره وكړه او دغلته ئې د بازار د كمېټۍ غړو سره ملاقات وكړو۔ كومو چې ګورنر خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر دوئي ته د مسئلو حل په لړ كښې د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر ته ګورنرهاؤس نتھیاګلی كښې د روانو پرمختيائي كارونو په اړه هم بشپړ بريفېنګ وركړے شو۔ ګورنر اړوند چارواكو ته د پرمختيائي كار زر تر زره بشپړ كولو هدايت وكړو