په چين كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 38 ته ورسېده٬ 52 ژوبل

بيجنګ 02 جون (اے پی پی)د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان او باوكسنګ كاؤنټي صوبو كښې د زلزلې له امله د مرګونو مجموي شمېره 38 ته رسېدلې او 52 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان صوبه كښې تېره ورځ د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي چې له امله يې 4 تنه مړه او 41 ژوبل شوي دي۔ دغسې درې دقيقې پس …

بيجنګ 02 جون (اے پی پی)د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان او باوكسنګ كاؤنټي صوبو كښې د زلزلې له امله د مرګونو مجموي شمېره 38 ته رسېدلې او 52 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان صوبه كښې تېره ورځ د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي چې له امله يې 4 تنه مړه او 41 ژوبل شوي دي۔ دغسې درې دقيقې پس ښار سره نزدې باوكسنګ كاؤنټي كښې هم د 4.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول چې له امله يۍ 34 تنه مړه او لوشان كاؤنټي كښې 11 تنه ژوبل شول كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړی شوي چرته چې د يو تن حالت اندېښمن ښودلې كېږي او د دوه كسانو حالت د وړاندې نه ښه دې

مزید خبریں