مېکسیکو سټی۔02جون(اے پی پی) د مېكسيكو په اوكساكا رياست كښې د سمندري طوفان په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 33 بې دركه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د رياست ګورنر الېجېنډرو مرات حوالې سره وئيلي دي چې د سمندري طوفان دلاسه په رامخې ته شوې تباهۍ افسوس ښكاره كولو له د زيارت ورځ په اوكساكا رياست كښې د سوګ په توګه ولمانځلې شوه۔ ده ووئيل ځائي چارواكو …
د مېكسيكو په اوكساكا رياست كښې سمندري طوفان ٬ 11 كسان مړه ٬ 33 بې دركه
مېکسیکو سټی۔02جون(اے پی پی) د مېكسيكو په اوكساكا رياست كښې د سمندري طوفان په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 33 بې دركه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د رياست ګورنر الېجېنډرو مرات حوالې سره وئيلي دي چې د سمندري طوفان دلاسه په رامخې ته شوې تباهۍ افسوس ښكاره كولو له د زيارت ورځ په اوكساكا رياست كښې د سوګ په توګه ولمانځلې شوه۔ ده ووئيل ځائي چارواكو په خاص توګه د بحر الكاهل په ساحي او غريئيزو سيمو كښې د طوفان ځپليو وګړو مرستې له 240 پناه ځايونه جوړ كړې دي۔ د سول پروټېکشن نېشنل کوآرډینیټر لورا وېلازکوز ووئيل چې د سختو بارانونو د لاسه په لېنډ سلائيډنګ كښې د ګڼ شمېر اونو او د دوه پلونو د غورځېدو پېښې رامخې ته شوي دي ٬ 9 میونسپلټیز ته د برېښنا رسنه معطل شوې ده چې ورسره 40 زره نه زيات كسان ځپلې شوي دي۔ بلخوا د مرستې ډلې د بې دركه شويو كسانو لټون لپاره په رېسكيو عملياتو كښې بوختې دي۔











