اسلام آباد ۔ 19 جون (اے پی پی) د تحریک انصاف چیئرمین عمران خان په هدايت د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې احتجاج كوؤنكو ډاكټرانو ته د مذاكراتو بلنه وركړې۔ د تفصيلاتو ترمخه د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې لخوا ينګ ډاكټرز اېسوسي اېشن ته ليكلي شوي خط كښې ددې خبرې باور وركړې شوې چې حكومت د دوئي په غوښتنو غور كوي او په 10 ورځو كښې دننه به ددوئي معاملې حل كړې شي۔ په خط كښې د دوئي مسئلې او ددې مجوزه هوارې هم غوښتلې شوې۔ د غوښتنو فهرست څخه وروستو به كمېټي جوړلې شي كومه به چې احتجاج كوؤنكو ډاكټرانو سره د دوئي د جائزو غوښتنو په اړه مذاكرات كوي۔ بياهم ينګ ډاكټرز له به دا خبره باوري كول وي چې د مذاكراتو په مهال به هېڅ ډول هړتال كولې نه شي۔