وزیراعظم محمدنوازشریف به پاكستان په حقيقي معنو كښ سوئزرلېنډ جوړ كړي-امیرمقام

پېښور ۔19 جون (اے پی پی) د وزیراعظم سلاكار او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پختونخوا صوبائي صدر انجینئرامیرمقام وئيلي دي وزیراعظم محمدنوازشریف به پاكستان په حقيقي معنو كښې سوئزرلېنډ جوړ كړي- د بحرېن كالام روډ د 11 ارب روپو پروژې له ټولې تعميراتي كمپنۍ متحرك شوي دي۔ ده اعلان وكړو چې د کالام ګودر ویلی او دیسان جھیل کچا روډ به زه د خپل ذاتي فنډز څخه جوړوم۔ …

پېښور ۔19 جون (اے پی پی) د وزیراعظم سلاكار او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پختونخوا صوبائي صدر انجینئرامیرمقام وئيلي دي وزیراعظم محمدنوازشریف به پاكستان په حقيقي معنو كښې سوئزرلېنډ جوړ كړي- د بحرېن كالام روډ د 11 ارب روپو پروژې له ټولې تعميراتي كمپنۍ متحرك شوي دي۔ ده اعلان وكړو چې د کالام ګودر ویلی او دیسان جھیل کچا روډ به زه د خپل ذاتي فنډز څخه جوړوم۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د کالام ګودر ویلی او دیسان جھیل روډ پرانستې په مهال دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې پروژې تر پايې رسېدو سره به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل سوات د پاكستان سوئزرلېنډ خو بللې شي ولې د كم قسمتۍ نه صوبائي حكومت دلته د پرمختګ هېڅ ګامونه پورته كړې نه دي۔ او د اولس محرومۍ ئې لرې كړې نه دي۔ ده وئويل ګبرال اتروړ به کمراټ وېلی سره تړلې شي۔ ده ووئيل د محمدنوازشریف مشن پاکستان د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرول دي او بلخوا يو څو جذباتيان دپرمختګ سفر ودرول غواړي كوم به چې چرې هم كامياب نه شي او كه لوئے څښتن ته منظوري وي د پرمختګ دا سفر به روان وي۔