ګاز پائپ لائن منصوبه تاپي كښې شامل هېوادونه دا منصوبه مخ په وړاندې تلونكې ليدل غواړي٬ سفير منصور احمد خان

کابل۔1جون(اے پی پی) افغانستان لپاره د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي چې ګاز پائپ لائن منصوبه تاپي كښې شامل هېوادونه دا منصوبه مخ په وړاندې تلونكې ليدل غواړي۔ د افغان ميډيا لمخې ده په خپل يو بيان كښې وئيلي چي تاپی ګاز منصوبې ته پېښ سكېورټي چېلنجز لرې كړې شوي دي او دا وخت د دې منصوبې د ترسره كولو دې۔ بياهم ده ووئيل د دې منصوبې لپاره د دې بېنكونو د لارې د لېن دېن كمې يو مهم چېلنج دے ولې د دې باوجود پاكستان د دې منصوبې ملاتړ كړې دې۔ ده ووئيل ګاز پائپ لائن منصوبه تاپي كښې شامل هېوادونه دا منصوبه مخ په وړاندې تلونكې ليدل غواړي ولې چې دا به وسطي آسيا څخه تر سوئيلي آسيا د توان رسنې له مهمه منصوبه وي۔ بلخوا د افغانستان اقتصادي وزير عبد اللطيف نظاري ووئيل چې تاپي منصوبه د كومو سياسي وكاوټونو د لاسه نه بلكې د تكنيكي مسئلو د لاسه په ټاكلي وخت پېل نه كړې شوه٬ دا به زر تر زره حل كړې شي۔ د افغان حكومت دوهم وياند انعام الله سمنګاني ووئيل په تاپي منصوبه كار پېل كړې شوې دې۔ تاپی ګاز منصوبه په ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپی) مشتمل ده ٬ د دې له مخې به 1800کلومیټر ګاز پائپ لائن تركمانستان څخه تر افغانستان ٬ پاكستان او هند غزولې شي او 33ارب مکعب ميټر ګاز به برآمد كولې شي۔