په چين كښې د 6.1 شدت زلزله

بيجنګ 01 جون(اے پی پی)د چين په سوئېلي لوېديز سيچوان صوبه كښې د 6.1 شدت زلزله رېكارډ كړی شوې۔د چين خبري اژانس ادارې د زلزلې نېټ وركس سنټر(سي اي اېن سي)په اړه وئېلي دي چې د شورو په ورځ د يان ښار په كاؤنټي لوشان كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې شدت يې په رېكټر سكيل 6.1 رېكارډ كړې شوې۔د زلزلې مركز د زمكې څخه 17 كلوميټر ژوره كښې وو۔د زلزلې څخه په سمدستي توګه د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې