اسرائيلي ځواكونو فلسطينۍ مېرمن شهيده كړه

مقبوضه بېت المقدس 01 جون(اے پی پی)اسرائيلي ځواكونو سوئېلي لوېديزه سيمه كښې په ګولۍ ويشتلو يوه فلسطينۍ مېرمن شهيده كړې۔ د فرانس خبري اژانس ادارې د پوځي بيان په اړه وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو د شورو په ورځ په سوئېلي لوېديز سيمه كښې په ګولۍ ويشتلو سره فلسطينې مېرمن شهيده كړې۔ د فلسطين روغتيا وزارت وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو 31 كلنه فلسطيني مېرمن په ګولۍ ويشتلو سره شهيده كړې ده۔ ۔د فلسطين بنديوانو كلب وئېلي دي چې شهيده مېرمن خبرياله وه كومه چې په تېر وخت كښې اسرائيل بنديوانه كړې وه