هند٬ مور خپل پنځه بچي كوهي ته وغورځول

نوے ډيلے 31 مئي (اے پي پي) د هند په مهاراشټرا رياست كښې يوې مور خپل شپږ بچي كوهي ته غورځولي دي۔ د هندي ميډيا له مخې پوليس چارواكو وئيلي دي چې كوهي ته غورځولي شوې ماشومان مړه شوي دي چې پكښې څلور جينكۍ او يو هلك شامل ٶ٬ د دې كوچنيانو عمرونه د اتلس مياشتو نه تر لس كالو وو۔ پوليسو ووئيل چې د تفتيش په مهال 30 كلنې مېرمن ووئيل چې سخر كور په ما تشدد كولو چې په سبب ئې ما دا انتهائي اقدام پورته كړے