جاپان كښې د منکي پاکس كوم كېس نه دې رامخې ته شوې۔ د صحت وزير

ټوکيو 27 مئي (اے پي پي) د جاپان د صحت وزير شيګيوکي ګوټو وئيلي دي چې په هېواد كښې د منکي پاکس يو كېس هم نه دې رامخې ته شوې۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د جاپان د صحت وزير د جمعې په ورځ د خبري بريفنګ په مهال ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې د منكي پاكس د انفېكشن زياتېدونكي كېسونه رپورټ شوې دي۔ ګوټو ووئيل جاپان كښې د منکي پاکس يو كېس نه دې رامخې ته شوې