افغانستان – په روغتونونو کښې د اکسیجن د کمښت ستونزوه هوارولو له د اکسیجن چمتو کولو پلانټ جوړ شو

کابل۔27مئی (اے پی پی) د افغانستان د بغلان ولایت په روغتونونو کښې د اکسیجن د کمښت له منځه وړلو لپاره د اکسیجن د چمتو کولو پلانټ جوړ شوې دې. د چين خبري اژانس د جمعې په ورځ د افغانستان ددولتي خبري اژانس بختار نيوز حوالې سره وئيلي دي چې دا پلانټ د يو لك 20 زره ډالرو په لګښت جوړ شوې كوم چې په 24 ساعتو كښې دننه د آكسيجن …

کابل۔27مئی (اے پی پی) د افغانستان د بغلان ولایت په روغتونونو کښې د اکسیجن د کمښت له منځه وړلو لپاره د اکسیجن د چمتو کولو پلانټ جوړ شوې دې. د چين خبري اژانس د جمعې په ورځ د افغانستان ددولتي خبري اژانس بختار نيوز حوالې سره وئيلي دي چې دا پلانټ د يو لك 20 زره ډالرو په لګښت جوړ شوې كوم چې په 24 ساعتو كښې دننه د آكسيجن غاز 60 سلنډرو ډکولو وړتيا لري۔ دا پلانټ د عامې روغتيا وزارت مسؤولينو ته سپارلې شوې دې۔ د اکسيجن پلانټ پرانېستلو سره به د بغلان په ټولو روغتونونو کښې د اکسيجن د کمښت ستونزه هواره شي. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په يو شمېر روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت له امله په كال 21-2020 كښې په کرونا اخته کسان مړه شوي وو. افغان حکومت د پلازمينې كابل ٬هرات ٬ نمروز او ځينې نورو ولايتونو په روغتونونو کښې د آكسيجن د كمښت په ستونزه قابو موندلو له د وړاندې نه آكسيجن پېدا كوؤنكي پلانټ جوړ كړې دي۔

مزید خبریں