انډونيشيا كښې د 6.1 درجې شدت زلزله ٬ د سونامي وارننګ جاري كړې شو

جکارته۔ 27مئی(اے پی پی) انډونيشيا او ختيز تېمور سره پېوستو جزيرو كښې د 6.1 شدت زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي۔ د امريكائي جيالوجيكل سروے له مخې د جمعې په سهار د محسوس كړې شوې زلزلې شدت په رېكټر سېل 6.1 ریکارډ كړې شو۔ د لزلې مرکز په ختيزه تېمور جزيره كښې د زمكې سطحې نه 51.4 کلومیټر ژور وو۔ د زلزلې نه وروستو د كوم ځاني يا مالي زيان …

جکارته۔ 27مئی(اے پی پی) انډونيشيا او ختيز تېمور سره پېوستو جزيرو كښې د 6.1 شدت زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي۔ د امريكائي جيالوجيكل سروے له مخې د جمعې په سهار د محسوس كړې شوې زلزلې شدت په رېكټر سېل 6.1 ریکارډ كړې شو۔ د لزلې مرکز په ختيزه تېمور جزيره كښې د زمكې سطحې نه 51.4 کلومیټر ژور وو۔ د زلزلې نه وروستو د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ بلخوا د بحر هند سونامی وارننګ اېنډ مټیګېشن سسټم (آئی او ټی ډبلیو اېم اېس) منطقې لپاره د سونامي وارننګ جاري كړې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې خېتز تېمور د بحرالکاهل په رنګ آف فائر پروت دې چې له امله ئې دغلته زياتې زلزلې راځي۔ په كال 2004 كښې د سماټرا په ساحل د 9.1 درجې شدت زلزلې او د سونامي د لاسه په ټوله منطقه كښی 2 لكه 20 زره كسان مړه شوي وو په كومو كښې چی د انډونيشيا نزدې يو لك 70 زره كسان شامل وو۔

مزید خبریں