نوم پنه 26 مئي (اے پي پي) نړيوال بانك د سېلاب او موسمياتي آفاتو مخنيوي په لړ كښې كمبوډيا لپاره د 169 ملين ډالر مرستې منظوري وركړې ده۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې نړيوال بانك په كمبوډيا كښې د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د سړكونو او پلونو بيا رغونې او د موسمي آفاتو مخ نوي لپاره د 169 ملين ډالر نورې مرستې منظوري وركړی ده٬ دې …
نړيوال بانك كمبوډيا لپاره د 169 ملين ډالر مرستې منظوري وركړه
نوم پنه 26 مئي (اے پي پي) نړيوال بانك د سېلاب او موسمياتي آفاتو مخنيوي په لړ كښې كمبوډيا لپاره د 169 ملين ډالر مرستې منظوري وركړې ده۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې نړيوال بانك په كمبوډيا كښې د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د سړكونو او پلونو بيا رغونې او د موسمي آفاتو مخ نوي لپاره د 169 ملين ډالر نورې مرستې منظوري وركړی ده٬ دې څخه به د 7 صوبو 5.5 ملين كسان مستفيد شي چې پكښې 52 فيصده مېرمنې دي۔كمبوډيا لپاره د نړيوال بانك كنټري منېجر مريم سليم وئېلي دي چې كمبوډيا د ماحولياتي بدلون منفي اثراتو او په خاص توګه سېلاب او د اوچ كالۍ خطرو سره مخ شوې ده











