سرینګر۔26مئی(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي كشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه عملياتو كښې په كپواړه ضلع كښې نور درې كشميري ځوانان شهيد كړي دي چې ورسره تېرې ورځې څخه د شهيد كېدونكو شمېره زياتېدو سره 6 ته رسېدلې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د ضلعې په جم ګنډ نومې سيمه كښې د تشدد عملياتو په …
مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو نور درې ځوانان شهيد كړل
سرینګر۔26مئی(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي كشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه عملياتو كښې په كپواړه ضلع كښې نور درې كشميري ځوانان شهيد كړي دي چې ورسره تېرې ورځې څخه د شهيد كېدونكو شمېره زياتېدو سره 6 ته رسېدلې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د ضلعې په جم ګنډ نومې سيمه كښې د تشدد عملياتو په مهال شهيد كړل۔ تر آخري اطلاع ترلاسه كېدو په سيمه كښې د هندي پوځ عمليات روان وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هندي عسكرو تېره ورځ د بارهموله ضلعې په پټن سيمه كښې د عملياتو په مهال درې ځوانان شهيد كړي وو











