برلن 26 مئی(اے پی پی)د المان چانسلر اولاف شولس وئېلي دي چې په يوكرين كښې به د روسيې د جنګ خاتمه د ګردې نړۍ په ګټه وي۔ د المان خپرونې ادارې له مخې دا خبره هغه د سوئېلي افريقې د خپلې وړومبۍ دورې په مهال په يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل چې د تېل او ګاز د مخ په زياتېدونكو بيعو مخنيوي لپاره امريكا او المان په ګډه هڅې …
په يوكرين كښې د روسيې د جنګ خاتمه به د ګردې نړۍ په ګټه وي۔ د المان چانسلر
برلن 26 مئی(اے پی پی)د المان چانسلر اولاف شولس وئېلي دي چې په يوكرين كښې به د روسيې د جنګ خاتمه د ګردې نړۍ په ګټه وي۔ د المان خپرونې ادارې له مخې دا خبره هغه د سوئېلي افريقې د خپلې وړومبۍ دورې په مهال په يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل چې د تېل او ګاز د مخ په زياتېدونكو بيعو مخنيوي لپاره امريكا او المان په ګډه هڅې كوي۔ ده په يوكرېن كښې جنګي كارروايۍ روانو ساتلو سره اړوندې د روسيې صدر ولاديمير پيوټن په پرېكړه ټكونه وكړل۔ ده ووئيل د يوكرېن جنګ د لاسه په افريقا كښې هم د غلو او تېلو بيعې لوړې شوي دي











