ملګري ملتونه ۔ 26 مئی (اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هندي عدالت لخوا د كشميري حريت لارښود ياسين ملك ته د ترهګرۍ بې بنسټه مقدمې په بنياد د ټول عمري زندان سزا اورولو پرېكړې غندنه كولو سره دا په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي يو نوې مثال ګرځولې دې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم په سلامتي …
ياسين ملك ته د بې بنسټه مقدمې په بنياد د ټول عمري زندان سزا اورولو پرېكړه د هندي جبر تازه مثال دې٬ منېر اكرم
ملګري ملتونه ۔ 26 مئی (اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هندي عدالت لخوا د كشميري حريت لارښود ياسين ملك ته د ترهګرۍ بې بنسټه مقدمې په بنياد د ټول عمري زندان سزا اورولو پرېكړې غندنه كولو سره دا په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي يو نوې مثال ګرځولې دې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم په سلامتي كونسل كښې’’ په مسلح تصادم كښې د وګړو تحفظ ‘‘ په سرخط د روان بحث په مهال ووئيل هند آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس روانې هڅې د ترهګرۍ په توګه وړاندې كړې دي كوم چې د دوئي د قانوني هلو ځلو ختمولو يوه هڅه ده او دا د نړيوال قانون خلاف ورزي او جنګي جرم شمېرلې شي۔ ده د وزيراعظم شهباز شريف د بيان حواله وركړه په كوم كښې چې هغه وئيلي چې هند ياسين ملك زندان كښې اچولې شي خو هغه چې د آزادۍ د تحريك كوم تصور وړاندې كړې دې هغه كله هم بنديوان كولې نه شي۔ ده ووئيل د كشميري اولس د آزادۍ غوښتنه او د ملګرو ملتونو لخوا دوئي سره وعده كړې شوې د خپلواكۍ حق له مينځه وړولو له 9 لكه هندي عسكرو مقبوضه سيمه محاصره كړې ده۔ ده ووئيل په د كال 2019 اګست مياشتې په 5 مه نېټه هند د جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختم كړو او د دې ګام نه وروستو د متنازعه سيمې هر ښار ٬ كلي او محله كښې هندي عسكر تعينات كړې شول دغسې چې د هندي لارښود لخوا د كشمير مسئلې تش د نامې حل نافذ كړې شي۔











