ټېكساس – په پرائمري سكول كښې د ډزو پېښې له امله د مړو شمېره 18 ته ورسېده٬ بريد كونكې ووژل شو

ټېكساس 25 مئي (اے پي پي) د امريكې د ټېكساس رياست په پرائمري سكول كښې د ډزو له مړو شويو شمېره زياتېدو سره 18 ته رسېدلې او د پوليس په ډزو بريد كونكے وژلے شوے دے۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د ټېكساس ګورنر ګرېګ اېبټ تېره ورځ پرېس كنفرنس كښې وئېلي وو چې تېره ورځ د امريكې ځايې وګړي 18 كلن وسله وال تن سلواډور راموس د …

ټېكساس 25 مئي (اے پي پي) د امريكې د ټېكساس رياست په پرائمري سكول كښې د ډزو له مړو شويو شمېره زياتېدو سره 18 ته رسېدلې او د پوليس په ډزو بريد كونكے وژلے شوے دے۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د ټېكساس ګورنر ګرېګ اېبټ تېره ورځ پرېس كنفرنس كښې وئېلي وو چې تېره ورځ د امريكې ځايې وګړي 18 كلن وسله وال تن سلواډور راموس د ټېكساس اوالډے ښار په روب ايليمنټري سكول كښې په رائفل او هينډ ګن ډزې كولو سره 18 زده كونكي وژلي۔ د ډزو اطلاع ترلاسه كېدو نه پس پوليس د پېښې ځې ته ورسېدل٬پوليسو په ډزو ويشتلو سره بريد كوؤنكے په ځائې ووژلو۔ ده ووئيل چې په دې پېښه كښې دوه اهلكار هم په ګولۍ لګېدو سره ژوبل شوي۔ د امريكې صدر ته د ډزو پېښې په اړه بريفنګ وركړے شوې دے۔

مزید خبریں