جکارته۔25مئی(اے پی پی) د اېشین هاکی فېډرېشن ترسېوري لاندې مېنز هاكي اېشيا كپ ټورنامنټ د انډونيشيا په پلازمينه جكارته كښې روان دې٬ مېګا ايونټ كښی به د شورؤ په ورځ د يوې ورځې دمې نه وروستو سبا د زيارت په ورځ نور څلور مېچونه كولې شي۔ په دې لړ كښې به د پول اے اولنے مېچ د پاكستان او جاپان ترمينځه كېږي۔ پاكستانۍ لوبډلې تر دې دمه دوه مېچونه كړي …
په اېشيا كپ هاكي ټورنامنټ كښې به سبا د زيارت په ورځ د څلورو مېچونو پرېكړه كېږي٬ پاكستان به درېم مېچ د جاپان په ضد كوي

مزید خبریں
جکارته۔25مئی(اے پی پی) د اېشین هاکی فېډرېشن ترسېوري لاندې مېنز هاكي اېشيا كپ ټورنامنټ د انډونيشيا په پلازمينه جكارته كښې روان دې٬ مېګا ايونټ كښی به د شورؤ په ورځ د يوې ورځې دمې نه وروستو سبا د زيارت په ورځ نور څلور مېچونه كولې شي۔ په دې لړ كښې به د پول اے اولنے مېچ د پاكستان او جاپان ترمينځه كېږي۔ پاكستانۍ لوبډلې تر دې دمه دوه مېچونه كړي دي۔ په اولني مېچ كښې د پاكستان او هند ترمينځه مقابله 1-1 ګول سره برابر پاتې شوه ٬ په دويم مېچ كښې ګرين شرټس كوربه انډونېشين لوبډلې ته د يو اړخيزې مقابلې نه پس 0-13 ګولونو سره ماتې وركړه۔ د پول اے دويم مېچ به د دفاعي چېمپئن هند او كوربه لوبډلې انډونيشيا ترمينځه كېږي۔ د پول بي اولنې مېچ به د اومان او سوئيلي كوريا ترمينځه او دويم مېچ به د ملائيشيا او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه كېږي۔ مېګا ايونټ كښې د اېشيا 8 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له مېدان كښې دي۔ هندي لوبډله د ټائټل دفاع لپاره هڅې كوي۔ اېشيا كپ هاكي ټورنامنټ په كال 1982 كښې پېل شوې وو۔ هند د كال 2017 اېډيشن ګټونكې دفاع چېمپئن دې۔ سوئيلي كوريا ته تر ټولو زيات څلور ځله د ټائټل ګټلو درناوې ترلاسه دې۔ پاكستان او هند درې درې وارې دا ټورنامنټ ګټلې دې۔ په ټورنامنټ كښې ګډون كوؤنكې 8 لوبډلې په دوه پولز كښې وېشلې شوې دي۔ پاكستان په پول اے كښې كوربه انډونيشيا ٬ هند او جاپان سره اېښودلې شوې او پول بي كښی ملائيشيا ٬ سوئيلي كوريا ٬ اومان او بنګله دېش شامل دې۔










