د روسيه او يوكرېن ترمينځه د تاؤ تريخوالي له امله د بې كوره شويو شمېره لس كروړه نه زياته شوې ده۔ ملګري ملتونه

جنېوا۔23مئی(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د روسيه او يوكرېن ترمينځه د تاؤ تريخوالي د لاسه په ګرده نړۍ كښې د بې كوره شويو كسانو شمېره په اولني ځل د لس كروړه نه زياته شوې ده كومه چې د تشويش ور خبره ه۔ د كال 2021 تر پايې دا شمېره 9 کروړه وه۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې اوسني راپور په اړه …

جنېوا۔23مئی(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د روسيه او يوكرېن ترمينځه د تاؤ تريخوالي د لاسه په ګرده نړۍ كښې د بې كوره شويو كسانو شمېره په اولني ځل د لس كروړه نه زياته شوې ده كومه چې د تشويش ور خبره ه۔ د كال 2021 تر پايې دا شمېره 9 کروړه وه۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې اوسني راپور په اړه وئيلي دي چې د نړۍ په يو شمېر سيمو كښې د تشدد ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو او د نورو ظلمونو د لاسه د كورونو په پرېښودلو د مجبور كړې شويو كسانو شمېره په اولني ځل د 10 كروړه نه زياته شوې ده۔ دې نه وړاندې ایتھوپیا، برکینا فاسو،میانمار،نائیجر، افغانستان، جمهوریه کانګو او په ځينو نورو سيمو كښې د تشدد ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو او په جبري توګه د بې كوره شويو كسانو شمېره د كال 2021 تر پايې 9 كروړه ته رسېدلې وه۔ بياهم د روان كال په مهال د فرورۍ په 24 مه نېټه په يوكرېن د روسيه د بريد نه وروسته 80 لكه يوكرېني كورنۍ بې كوره شوي او 60 لكه نه زياتو خپل هېواد پرېښودلې دې كومه چې نړيوالې ورورولۍ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده۔ د نړيوالې ادارې وېنا ده چې د دې رجحان د بدلولو يوازينې حل امن او استحكام دې دغسې چی بې ګناه خلق په كور او وطن پرېښودلو مجبور نه كړې شي

مزید خبریں