منېلا 23 مئي (اے پي پي)فلپائن كښې د مسافرو په بېړۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله 7 تنه مړه او 7 نور بې دركه شوي دي۔ په دې مهال 120 كسان بچ كړې شوي هم دي۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادارې د فلپائن كوسټ ګارډ وياند موډور ارمينډو بليلو حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې مركرافټ2 نومې بېړۍ د …
فلپائن٬ د مسافرو بېړۍ كښې اور لګېدو پېښه ٬ 7 تنه مړه ٬ 120 بچ كړی شوي
منېلا 23 مئي (اے پي پي)فلپائن كښې د مسافرو په بېړۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله 7 تنه مړه او 7 نور بې دركه شوي دي۔ په دې مهال 120 كسان بچ كړې شوي هم دي۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادارې د فلپائن كوسټ ګارډ وياند موډور ارمينډو بليلو حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې مركرافټ2 نومې بېړۍ د پوليلو جزيرې څخه ريئل صوبې ته روانه وه۔ د بېړۍ په انجن ناڅاپي اور ولګېدو٬ په بېړۍ كښې 134 مسافرو او د عملې غړي ناست وو چې پكښې 7 مړه او 7 بې دركه شوي دي۔ د رېسكيو عملياتو په مهال او 120 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔ بلخوا د بې دركه كسانو لټون له عمليات روان دي











