اطالوي وزير اعظم په يوكرين كښې په جنګ بندۍ، د خبرو اترو د لارې د بحران په حل كولو زور راوړو

روم 20 مئي (اے پي پي) د اټاليا وزير اعظم ماريو دراغي په يوكرين كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره وئيلي چې د خبرو اترو د لارې بحران ختميدې شي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ده د روس يوكرين شخړے په اړه د اټاليا په كردار سېنېټ كښې خطاب كولو سره ووئيل يوكرين كښې روان جنګ بايد په سمدستي توګه ختم كړې شي او په دې لړ كښې بايد روس او يوكرين خبري اتري وكړي دغسې چې يوكرين كښې روان بحران ختم كړې شي۔