افغانستان كښې مېرمنو ته د پردې كولو امر ٬ افغان امر بالمعروف نهي عن المنكر وزارت

کابل 19 مئي (اے پي پي) افغانستان كښې ټولو مېرمنو ته د سر نه تر پښو د بشپړه پردې كولو امر شوے ۔ افغانستان كښې افغان امر بالمعروف نهي عن المنكر وزارت د دې امر نه پس په ټي وي چېنلز پروګرام كوٶنكو مېرمنو ته هم د نقاب كولو امر كړے۔ د اړوند وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وزارت وئيلي دي افغان مېرمنې به بشپړه پرده كوي او په ټي وي چېنلز مېرمنې اېنكرز به په نقاب كښې پروګرام كوي ٬ دا پرېكړه حتمي ده