د امريكې د دفاع وزير سره د سعودي نائب وزير دفاع ملاقات،په سټرټيجكي او دفاعي مرسته خبرې اتري

رياض 19مئي (اے پي پي) د سعودي عرب نائب وزير دفاع شهزاده خالد بن سلمان د امريكې وزير دفاع لائيډ آسټن سره ملاقات كړې دې۔ د سعودي خبررسنې ادارې له مخې واشنګټن كښې تيره ورځ شوې ملاقات كښې دواړه لارښودو د سعودي عرب او امريكې په اړيكو او سټرټيجكي او دفاعي مرسته خبري اتري كړې دي۔ ملاقات كښې شهزاده خالد بن سلمان د دواړه هېوادونو دفاعي چارواكو ترمينځه نزدې رابطو ، شريك اهداف او سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د هغه هڅې وستائلي۔شهزاده خالد بن سلمان او د امريكې نائب وزير دفاع كولن كهل د سټرټيجكي پلاننګ كمېټۍ يوې غونډې په شريكه مشري هم وكړه۔ په غونډه كښې د سعودي چيف آف جنرل سټاف جنرل فياض بن حامد الرويلي او د سعودي او امريكې نورو عهد يدارو ګډون وكړو۔