د هند ګجرات رياست كښې د ديوال راپريوتو په نتيجه كښې 12 كسان مړه او يو ژوبل

نوې ډيلے 18 مئي (اے پي پي) د هند لويديز رياست ګجرات كښې د ديوال راپريوتو په نتيجه كښې 12 كسان مړه او يو ژوبل شوے، په مړو شوو كسانو كښې 5 ميرمنې او 7 سړي شامل دي۔د چين ميډيا له مخې ځائې پوليس ووئيل دا پېښه د ګجرات رياست موربي ضلع هلواد سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوې كله چې يوه جوړيدونكې ودانۍ ديوال راپريوتو چې په نتيجه كښې ئې 12 كسان مړه او يو ژوبل شول ۔ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي ۔د هند وزيراعظم نريندر مودي په خپل ټويټ كښې په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي د غم په دې وخت كښې ځپلې كورنۍ سره ولاړ يو