زمبابوے او نميبيا ترمينځه دويم ټي 20 كركټ ميچ به (سبا) كېږي

بلاوائيو 18مئي (اے پي پي) زمبابوے او نميبيا كركټ ډلو ترمينځه د 5 ميچونو په سيريز مشتمل دويم ټي 20 ميچ به (سبا) د زيارت په ورځ كوئنز سپورټس كلب، بلاوائيو كښې كېږي۔ كوربه ډلې ته د نميبيا په ضد 5 ميچونو سيريز كښې 0-1 وړاندې والې ترلاسه دې۔ زمبابوے په وړمبي ميچ كښې ميلمه ډلې ته 7 رنزونو سره ماتې وركړې ؤ۔ نميبيا ډله دا مهال د زمبابوے په دوره ده او هغه به د خپلې دورې په مهال د كوربه ډلې په ضد 5 ټي 20ميچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دويم ميچ به سبا د زيارت په ورح ، دريم به په 21مئي ، څلورم به په 22 مئي دغسې 5م او آخري ميچ به په 24 مئي كېږي۔