برازيل ، ټرافكي پېښه كښې 11 كسان مړه او ګڼ ژوبل

برازيليا 18مئي (اے پي پي) برازيل كښې د ټرافكي پېښې په نتيجه كښې 11 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔د چين خبر رسنې ادارې د برازيل فيډرل هائي وے پوليس په اړه ووئيل چې لويديز رياست ماتو ګروسو سوريسو سيمه كښې يو وين او بس خپلو كښې جنګيدلي چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ابتدائي پلټنو له مخې پېښه د بس ډرائيور د اوده كيدو له امله رامخې ته شوي ۔ په بس كښې 45 مسافر ناست ؤ۔ ريسكيو ډلو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي د اطلاعاتو له مخې د بس ډرائيور حالت اندېښمن ښودلې شوي۔