پاك پوځ د هر ډول خطر بشپړه ځواب وركولو له چمتو دے، سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ

پينډۍ 16 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي ترهه ګر كوم مذهب، رنګ او نسل نه لري، پاکستان د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غير کارروائی کوي، پاك پوځ د هر ډول خطر بشپړه ځواب وركولو له چمتو دے۔ ده د جمعې په ورځ نېشنل ډیفنس پوهنتون كښې د نېشنل سېکورټی اېنډ وار کورس ګډون كونكو ته خطاب کولو۔ د …

پينډۍ 16 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي ترهه ګر كوم مذهب، رنګ او نسل نه لري، پاکستان د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غير کارروائی کوي، پاك پوځ د هر ډول خطر بشپړه ځواب وركولو له چمتو دے۔ ده د جمعې په ورځ نېشنل ډیفنس پوهنتون كښې د نېشنل سېکورټی اېنډ وار کورس ګډون كونكو ته خطاب کولو۔ د آئی اېس پی آر له مخې جنرال قمر جاوید باجوہ نېشنل سېکورټی اېنډ وار کورس كښې ګډون كوونكي د هېواد د كورني او بهرني امنيت په اړه خبر كړل۔ سرلښكر ووئيل پاك پوځ د هر ډول خطرو مخنيوي له چمتو دے، د ریاستی ادارو په مرسته د ټولو خطرو مخنيوې كيدې شي۔ ده ووئيل ترهګر كوم مذهب، رنګ او نسل نه لري، پاکستان د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غير کارروائی کوي۔ ده ووئيل خپلو ذمه وارو څخه سترګو پټولو سره کامیابی نه ترلاسه كېږي او نه په يو بل د تورونو لګولو سره پھ ترھه ګرۍ قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ د هېواد دفاع او سلامتیا له لوظي دے۔ دې نه وړاندې سرلښكر چې كله نېشنل ډیفنس پوهنتون ته ورسېدو نو د اېن ډی یو صدر لیفټېننټ جنرال رضوان اختر د هغه هركلې وكړو