په افغانستان كښې د زمكې ښوئيدنې په مهال 4 كسان مړه او دوه ژوبل شوي

كابل 17 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې د زمكې ښوئيدنې په مهال 4 كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د شمالي بدخشان ولايت چارواكي مولوي محمد اكرم اكبري وئيلي دي چې د ياوان والسوالې په شولر كلي كښې د زمكې ښوئېدنې پېښه رامېنځ ته شوې او په نتيجه كښې ئې 4 كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې په سيمه كښې د مرستې چارې روانې دي او د نورو مرګونو اندېښنه هم ده.