په نيوزي لېنډ كښې د 5.3 درجې د شدت زلزله راغلې

وېلنګټن 17 مئي (اے پي پي) په نيوزي لېنډ كښې د 5.3 درجې د شدت زلزله راغلې. د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې جړقونه د نهې په سهار په ځائي وخت يوه بجه او 44 دقيقې په سوئيلي سيمه كښې محسوس شوې دي. د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور و. په زلزله كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده راغلې.