په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا يو زر 569 نوي كېسونه رپورټ شوي، 19 كسان مړه

نوې ډيلې 17 مئي (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا يو زر 569 نوي كېسونه رپورټ شوي دي او 19 كسان مړه شوي دي. د نويو كېسونو رامېنځ ته كېدو نه پس په هند كښې د ځپليو كسانو ټوله شمېره 43125370 نه زياته شوې ده. د چينائي مېډيا له مخې د هند د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په كورونا كښې نور 19 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې د مړو كسانو شمېره 5 لكه 24 زره 260 ته رسېدلې. په هېواد كښې د د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 16 زره 400 ده.