اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي چین سيمه كښې د امن او سوكالۍ چاپيرچل پيدا كوي مونږ خپلو كښې اقتصادی رابطې لرو۔ چین د پاکستان نزدې او ملګرې هېوا دے، د اربونو ډالرو په لګښت سی پیك پروژې سره به د دواړه هېوادونو ترميينځه اړيكې لا مستحکم شي، پاك چائنا سټډي سنټر جوړولو سره به دوه اړخيزه اړيكو او رابطو ته …
د اربونو ډالرو په لګښت سی پیك پروژې سره به د دواړه هېوادونو ترميينځه اړيكې لا مستحکم شي، پاك چائنا سټډي سېنټر جوړولو سره به دوه اړخيزه اړيكو او رابطو ته وده ترلاسه شي

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي چین سيمه كښې د امن او سوكالۍ چاپيرچل پيدا كوي مونږ خپلو كښې اقتصادی رابطې لرو۔ چین د پاکستان نزدې او ملګرې هېوا دے، د اربونو ډالرو په لګښت سی پیك پروژې سره به د دواړه هېوادونو ترميينځه اړيكې لا مستحکم شي، پاك چائنا سټډي سنټر جوړولو سره به دوه اړخيزه اړيكو او رابطو ته وده ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ انسټی ټيوټ آف ستراتيجكي سټډیز اسلام آباد(آئی اېس اېس آئی) كښې د پاك چائنا سټډی سنټر پرانستې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ سرتاج عزيز ووئيل پاك چائنا سټډی سنټر د آئی اېس اېس آئی فعال پلېټ فارم كښې يو په زړه پورې اضافه ده۔ ده ووئيل د تھنك ټینکس تحقیقی منصوبو او د پوهې تبادلو عصبی مرکزونه دي۔ سرتاج عزیز د آئی اېس اېس آئی ښه خذمات ستائلو سره ووئيل د اولس ترمينځه رابطو او تعلیمی تبادلو كښې زياتوالي له پاکستان كښې تھنك ټینکس له د چين همڅنګو سره تړون ته اړټيا ده۔ ده ووئيل پاك چائنا سټډی سنټر جوړول د وخت حاجت دے۔ خارجه سلاكار ووئيل سی پیك سره به سيمه كښې ښه والې راشي۔ده ووئيل چین د نړۍ دويم لوي معیشت دے ،دواړهېوادونه د يو بل تجربو څخه استفادہ کولو سره پرمختګ كولې شي۔پاکستان كښې د چین سفیر سن وی ډنګ دستورې ته خطاب کولو سره ووئيل د سټډي سنټر جوړولو سره به د دواړه هېوادونو اولس د يو بل د پالیسو په ښه ډول پيژندګلو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د استقامت او زيات محنت د لارې چین د نړۍ دويم لوي معیشت جوړيدل مثالی دي، ده ووئيل آئی اېس اېس آئی تل د چائنا سټډیز او پاك چین اړيكو ته اهميت وركوي ۔ ده د ادارې د موجوده او پخواني مشرانو هڅې وستائلې۔ دې نه وړاندې سرتاج عزیز د چین سفیر او آئی اېس اېس آئی سره د پاك چین سټډی سینټر پرانسته وكړه۔ دې نه پس سرتاج عزيز او د چين سفیر د سنټر دوره وكړه۔








