اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د پاکستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د توان په څانګه كښې د كوټلي پرمختيائي اصلاحات پروګرام لپاره د 30 کروړه ډالره فنانسنګ لوظنامه وشوه۔ د اقتصادی چارو ډویژن سېكتر طارق پاشا او د اسيائي پرمختيائي بانك کنټری ډائریکټر شیاهونګ یانګ لون اېګریمنټ لاس ليك كړو۔ د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار هم پھ دې مهال موجود وو۔د دې پروګرام مقصد د …
د پاکستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د توان په څانګه كښې د 30 کروړه ډالره فنانسنګ لوظنامه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د پاکستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د توان په څانګه كښې د كوټلي پرمختيائي اصلاحات پروګرام لپاره د 30 کروړه ډالره فنانسنګ لوظنامه وشوه۔ د اقتصادی چارو ډویژن سېكتر طارق پاشا او د اسيائي پرمختيائي بانك کنټری ډائریکټر شیاهونګ یانګ لون اېګریمنټ لاس ليك كړو۔ د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار هم پھ دې مهال موجود وو۔د دې پروګرام مقصد د توان څانګه كښې ښه والې راوستل دي دغسې چې دا اقتصادی نمو كښې ښه کردار ترسره كړي۔ د اصلاحات پروګرام سره به د برېښنا څانكې ادارو كښې شفافیت او احتساب ته وده ترلاسه شي۔ د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار په لوظنامه اے ډی بی، ای اے ډی او فنانس ډویژن له مبارکي وركړه او پاکستان سره په بيلو څانګو كښې په شراکت دارۍ ئې د اسيائي پرمختيائي بانك مرسته وستائله۔ ده ووئيل حکومت د توان مسئلې حل كولو له لوظي دے، د پروژو بشپړېدو سره به د 2018 په اول كښې اضافی برېښنا سسټم كښې شامل شي۔








