افغانستان كښې د زرګونو په شمېر بې وځله كورنيو سره د خوراك مرسته

کابل 16 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې په دې وروستيو كښې د 7 زره نه زياتو بې وځله كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغان كليو اوسېدونكو بحالۍ او پرمختګ وزارت په اړه وئيلي دي د ملګرو ملتونو د ورلډ فورډ پروګرام د اړوند وزارت په مرسته په ختيز پروان ولايت جبل السراج او سورخي پارسا اولسوالو كښې د څلورو زرو نه زياتو كورنيو ته خوراكي توكې وركړي چې پكښې اوړه٬ خوراكي تېل او نور څيزونه شامل دي۔ د دې نه علاوه په جوزجان ولايت كښې د كډوالو څانګې او وطن ته د راستنېدونكو څانګې مشر عبدالقيوم نظري ووئيل دلته د 2 زره 640 نه زياتو بې وځله كورنيو له د مرستې سامان پېكېجز وركرے شوي ۔ ده ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به نورو كورنيو سره هم مرسته كولې شي